د استوګنې لپاره نوم لېکنه

که تاسو د مهاجرت د دفتر سره د راجستر کولو وروسته د استوګنې ځای نه وي ترلاسه کړی، تاسو کولای شئ د انتظار په لیست کې نوم لیکنه وکړئ. په ورته وخت کې، تاسو د طبي پاملرنې او قانوني مرستې مستحق یاست.

د مهاجرت د دفتر, سره د نړیوال حفاظت (پناه غوښتنې) لپاره د خپل درخواست له ثبتولو وروسته، فیدازیل په نورمال ډول ګوری چی ایا تاسو کولای شئ د استوګنې ځای ترلاسه کړئ.

د استوګنې د ځایونو د نشتوالی له امله، فیدازیل ممکن د هیڅ ځای ماتولو   توان ونلری ستاسو د استوګنې درخواست تر وروسته پورې. زیان منونکو کسانو ښځې او ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

په ورته وخت کې د انتظار په لیست کې راجستر شئ،
تاسو کولای شئ د استوکنېځای لپاره د انتظار لیست کې راجستر شئ.

د استوګنې لپاره ستاسو د درخواست د ارزونې وروسته ، فیدازیل به تاسو سره د بریښنالیک له لارې تماس ونیسی کله چې ستاسو لپاره د استوګنې ځای شتون ولری.

د طبی لګښتونو تادیه کول
تاسو د ډاکټر لخوا د طبی مرستې مستحق هم یاست.

ډاکټر، روغتون یا فارمیسیست ته د ورتګ نه یو څو ورځې مخکې تاسو (یا ستاسو ډاکټر) باید د فیدازیل د طبي لګښتونو یونټ ته یو غوښتنلیک وسپارئ 

قانونی مرسته / وکیل
ممکن د یوې ادارې یا وکیل څخه قانونی مرسته وغواړی. د هغو کسانو لپاره چې محدود عاید لرې وکیل وړیا دی. 

په خپلې منطقې کې د قانونی مرستو د دفتر (BJB/BAJ) سره اړیکه ونیسئ. دوی به تاسو ته یو وړیا وکیل درکړی.

ایا تاسو په Brussels کې بیړنی سرپناه
ته اړتیا لرئ پداسې حال کې چې د استوګنې ځای ته انتظار کوئ؟ تاسو کولای شئ په Brussels کې بیړنی سرپناه ته لاړ شئ.

Fedasil Info Point

د Fedasil Info Point  کې تاسو کولی شئ  د حقوقې مسلو، ستاسو د پناه غوښتنې طرزالعمل، کار، تعلیم او روزنې، اداري طرزالعملونو، بیرته راستنیدو مرستې، طبي او رواني مرستې او مادي ملاتړ په اړه پوښتنې وکړئ.

تاسو هلته نشئ کولی د استوګنې ځای غوښتنه وکړئ، د دې لپاره تاسو باید د استوګنې لپاره د انتظار په لیست کې نوم لېکنه وکړئ.

د

Info Point Fedasil

کارې ساعتونه

  • دوشنبه     د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 12 بجو پورې
  • سه شنبه    د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 12 بجو پورې
  • چهار شنبه      تړلۍ دی 
  • پنج شنبه    د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 12 بجو پورې
  • جمعه        د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 12 بجو پورې
  • شنبه          تړلۍ دي
  • یکشنبه            تړلۍ دي

تماس

عاجله طبی مرسته
ایا عاجلی طبی مرستې ته اړتیا لرئ؟ د مهاجرت دفتر ودانۍ ته نږدې د کډوالو طبی نقطې ته لاړ شئ. په سایټ کې ډاکټران ، نرسان او روانی پوهان به تاسو سره ستاسو د طبی ستونزو سره مرسته وکړی. 

د کډوالو مهاجر طبی مرکز د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9:30 بجو څخه د ماسپښین تر 4 بجو پورې خلاص دی.