د CGVS/CGRA د پرېکړې خلاف د اپيل درخواست؟

ایا ته د CGVS/CGRAد تصمیم خلاف دعوه کوې؟ ته د تصمیم خلاف د بهرنیانو د قضايي دعوو د قانون شورا (RvV/CCE)ته درخواست ورکولی شې. ددې امکان باره کې خپل وکیل سره مشوره وکړه.

درخواست ورکول

د CGVS/CGRA د یو منفي تصمیم خلاف درخواست ورکولو لپاره ته او ستا وکیل باید RvV/CCE ته اپیل ورکړئ. دې اپیل کې باید ټول مهم عناصر شامل وي تر څو RvV/CCE په دې وتوانوي چې په کیس دې کار وکړي.

اپیل باید کوم وخت پورې داخل کړی شي؟

ته باید RvV/CCE ته خپل د اپیل درخواست د یوې معلومې مودې دننه ورکړې. د اپیل داخلولو لپاره محدود وخت په هغه وخت کې ښودل شوی وي کوم کې چې د CGVS/CGRA تصمیم موجود وي.

په عموم کې، د اپیل داخلولو لپاره محدود وخت 30 ورځې وي. په ځینو حالتونو کې د وخت محدودیت ښايي لنډ وي، کېدی شي چې 10 یا 5 ورځې وي، د مثال په توګه هغه وخت چې ته په توقیف خانهکې یې.

د RvV/CCE تحقیقات

RvV/CCE به ستا کیس د دویم ځل لپاره وګوري. د RvV/CCE پروسیجر اساساً په لیکلي ډول وي. هر څو که برسلز کې یوه د محکمې ناسته ترسره کېږي. ته یا ستاسو وکیل باید په دغې غونډه کې موجود وي.

د اپیل ددې پروسیجر په وخت کې ته د هیواد نه په زور نشې ایستل کېدلی.

خو، کېدی شي په هغه حالت کې ته په زور د هیواد نه وویستل شې که چیرته ستا اپیل

  • نړیوال حفاظت لپاره د دریم درخواست د نه منل کېدو د تصمیم خلاف اپیل وي
  • توقیف څخه د اخري تصمیم نه وروسته د کال دننه د تعقیبيدرخواست لپاره د پرېکړې د نه منلو خلاف اپیل وي

د RvV/CCE تصمیم

RvV/CCE مختلف تصمیمونه نیولی شي. RvV/CCE کولی شي چې:

  • د CGVS/CGRA تصمیم برقرار وساتي. په دغه صورت کې د CGVS/CGRA تصمیم نهايي کېږي.
  • د CGVS/CGRA په تصمیم نظرثاني وکړي. ددې معنی داده چې RvV/CCE د CGVS/CGRA د تصمیم څخه یو مختلف تصمیم نیسي.
  • د CGVS/CGRA تصمیم لغوه کړي. CGVS/CGRA به ستا په کیس یو ځل بیا کار وکړي او د RvV/CCE تبصرې به په نظر کې ونیسي.

د منفي تصمیم نه وروسته

د RvV/CCE د منفي تصمیم نه وروسته به یو حکم ترلاسه کړې چې د هیواد نه ووځه.