مرستې سره خپلواک ژوند

آیا ته د مهاجر په صفت قبول شوی یې او عمر دې د 16 کالو نه زیات دی؟ نو بیا ته د ځانته اوسېدلو غوښتنه کولی شې.

آیا غواړې چې په خپلواکه توګه ژوند وکړې؟ نو بیا ته او ستا سرپرست مرستې سره په خپلواکه توګه د ژوند کولو لپاره درخواست ورکولی شئ. ددغې مانا دا چې ته به یو سټوډیو یا اپارتمان کې ځانته ژوند کوې.

ځانته د ژوند کولو لپاره په تا لازمه ده چې یو شمېر شرایط پوره کړې:

  • عمر دې د 16 کالو نه زیات دی
  • ته د مهاجر, په صفت قبول شوی یې، متبادل حفاظت دې ترلاسه کړی دی او یا د 3 میاشتو نه زیات وخت لپاره د اقامې اجازه لرې
  • ته د استوګنې په یو مرکز کې لږ تر لږه 4 میاشتې اوسېدلی یې (اوږده اقامه)
  • ته په کافي توګه خپلواک یې چې ځانته ژوند وکړې

ته یوازې هغه وخت یوې سټوډیو یا یو اپارتمان ته کډه کېدلی شې چې د استوګنې مرکز ستا ته د ځانته اوسېدو سره موافقه وکړي.

فیدازیل ستا د اوسېدو لپاره د یو ښه ځای انتخاب کوي.

مرستې سره خپلواک ژوند کې کومک

که ته ځانته اوسېږې نو د ځانته زیرسن تن په صفت به تا سره اضافي کومک کېږي.

  • یو شخصي نظارت کوونکی به درسره په خاصو کارونو کې کومک کوي: د ټریننګ یا وظیفې لټون، د بلونو ورکول، او داسې نور. نظارت کوونکی به درسره د وزګار وخت په تېرولو، فامیل سره تماس او نوو دوستانو جوړولو کې هم کومک کوي.