تنخوا لرونکی کار او د هرکلي لپاره ګډون

ایا تا تنخوا لرونکی کار پیدا کړی دی؟ مبارک! تاسې ښايي اړ شئ چې د خپل استوګنځي لپاره د استوګنې په مرکز کې ګډون وکړئ. په دې اړه له خپل ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.

تاسې وظیفه لری او د استوګنې په یوه مرکز یا د ځايي استوګنځي په نوښت کې اوسېږی. (CPAS/OCMW)

  • . که تاسې وظیفه لری، اړ یئ چې خپل ټولنیز کارمند مو د وظیفې له قرارداد، کاري ساعتونو او د تادیې له پاڼئ خبر کړئ.
  • که تاسې په میاشتني ډول له ۲۶۵ یورو ډېرې پیسې ګټی، باید د تادیې په ورکړه کې ونډه واخلئ ترڅو د استوګنې په مرکز کې پاتې شئ. دا د بلجیم په قوانینو کې همدا ډول راغلې ده.
د استوګنو د کار لپاره مقررات

تاسې باید په څومره تنخوا ګډون وکړئ؟

تنخوا لرونکی کار څه ډول اظهار کړو؟

تاسې تنخوا لرونکی کار څرنګه اظهاروی؟

تاسې د خپلې تېرې میاشتې کړي کار اظهارنامه په راتلونکې میاشت کې اعلانوی. د بېلګې په توګه، په جولای کې تاسې د جون میاشتې کار اظهاروئ. 
 

 په لومړي ځل، تاسې باید خپل شخصي معلومات  راجستر کړئ:: نوم، د زېږېدنې نېټه، ایمېل ادرس او ملي شمېره (۱۱ عدده)

له راجسترېدو وروسته، تاسې د میاشتنې اظهارنامې فورم ستاسې د تېرې میاشتې د خالصې او ناخالصې تنخوا له مخې ډکوئ

له اظهارنامې وروسته تاسې به د فیدازیل له خوا د تادیې ایمېل ترلاسه کړئ.
 

تاسې کار کوی او غواړی چې د استوګنې مرکز/ د ځايي ابتکار استوګنځی پرېږدی.

  • تاسې همدارنګه تصمیم نیولی شی چې د استوګنې مرکز پرېږدئ او ځان ته مو خپل استوګنځی پیدا کړئ. که تاسې کار کوی، اړ به نه یاست چې تنخوا مو فیدازیل ته وسپارئ. پدې باره کې خپل د ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.
  • کله چې په کافي اندازه پیسې ګټی او د وظیفې پایداره قرارداد لری، تاسې د استوګنې مرکز د تل لپاره پرېښودلی شئ. د همدې موخې لپاره فیدازیل اړ دی چې ستاسې ۲۰۷ کوډ ختم کړي. که اړتیا وي، تاسې کولی شئ چې OCMW/CPAS ته ولاړ شئ او د مالي مرستې غوښتنه ترې وکړئ. په دې اړه له خپل ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.
  • ایا تاسې خصوصي ادرس ته ځی؟ د ادرس د بدلون له فورم څخه په ګټې اخیستنې سره مو له نوي ادرس څخه د پناه غوښتنې خدمتونه خبر کړئ.