که ته د استوګنې په مرکز کې ژوند نه کوې

که ستا د پناهندګۍ د درخواست د کتل کېدو پر مهال د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې، نو تا سره به کومه مالي مرسته نه کېږې. ته البته د صحي مرستېحق لرې.

په هغې موده کې چې بلجیم نړیوال حفاظت لپاره ستا په درخواست کار کوي، نو تا ته به د استوګنې په یو مرکزکې د اوسېدو ځای درکړی شي، کوم چې اکثر د فیدازیل یا سرې میاشتې د استوګنې مرکز وي. ستاسو د خوراک او استوګنځي پیسې د بلجیم دولت ورکوي.

دا امکان لري چې ته د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې (کوډ 207 "غیرموجودګي") ځکه چې

  • تا د هرکلي مرکز کې نه اوسېدل غوره کړي: ته خپل د اوسېدو ځای لرې او یا کورنۍ یا دوستانو سره اوسېدلی شې. نو په دې خاطر یو شخصي ادرس باندې اوسېږې.
  • فیداسیل درته د اوسېدو ځای ندی درکړی: ته د اوسېدو د ځای حق نلرې.

که ته د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې نو د پناهنده په صفت درته کومه مرسته درکول کېږي؟

  • په تا لازمه ده چې د خوراک او انتظام غم په خپله وخورې
  • په تا لازمه ده چې خپل مالي ملاتړ خپله برابر کړې
  • ته د صحي مرستې حق لرې

آیا ته کډه کوې؟ د پناه غوښتنې خدمات خبر کړه.

آیا تاسو بل شخصي ادرس ته کډه وړئ؟ ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ددغې فورمې په کارولو سره خپل نوی پته د پناه غوښتنې خدماتو (DVZ/OE او CGVS/CGRA) ته ولیږئ.

آیا تاسو بلجیم کې د خپل وضعیت یا د استوګنې د حق په اړه کومه پوښتنه لرئ؟

د معلوماتو دفتر سره تماس ونیسئ

د هرکلۍ په مرکز کې د معلوماتو مرکز یوازې د مخکې نه جوړ شوي ملاقات په صورت کې  پرانیستۍ دی.

د ټیلفون له لارې: +32 (0) 2 227 41 51  (د سهار له 9 بجو څخه د غارمي تر 12 بجو پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې).

بریښنالیک: dispatching@fedasil.be

د معلوماتو د دفتر ادرس 

Rue de Passchendaele 2 – 1000 Brussels