ستاسو د غوښتنلیک نوم لیکنه
د کډوالو دفتر ستاسو غوښتنلیک د نړیوال خوندیتوب لپاره ثبتوي.
چیرته خپل غوښتنلیک ثبتولی شئ؟
که تاسو د بلجیم په سیمه کې یاست، په (بروکسیل کې د رارسېدو مرکز ته لاړشئ او د دې خبر ورکړئ چې تاسو په بلجیم کې د نړیوال خوندیتوب (یا دپناه اخیستو لپاره غوښتنه کوئ
د رارسېدو مرکز د جمعي نه تر دوشنبي پوري خلاص وي، تاسو باید (د سهار) 8:30 راروسیږئ
د رارسېدو مرکز ادرس: Rue de Passchendaele 2 - 1000 بروکسل.
د کروناویروس په وړاندي تدابیر مراعت کړئ په
بهر کتار او د رارسېدو په مرکز کې
- د خلکو څخه 1.5 میتره واټن وساتۍ په
- ګروپ کې یو ځای مه دریږئ
- د ماسک اچول جبري دی
- په منظم ډول سره مو لاسونه په صابون یا د مکروب ضد په درملو سره ومینځئ



نوم لیکنه: ستاسو د پيژندنې او د ګوتې لږونې په اړه پوښتنې
- د کډوالو د دفتر څخه به یو چارواکی له تاسو څخه پوښتنې وکړي ترڅو ستاسو پیژندنه پیدا کړي: ستاسو نوم، نیټه، او د زیږدو ځای، هغه ادرس چې تاسو پکې اوسیږئ او داسي نور
- د کډوالو د دفتر څخه به یو رسمې چارواکی له تاسو څخه عکس واخلي او د ګوتې لږونې غوښتنه به وکړي
- تاسو هم اړ یاست ټول هغه معلومات چې ستاسو پیژندنه ثابتوي چمتو کړئ
- د نوم لیکنې په جریان کې به د کډوالو دفتر پریکړه وکړي چې ستاسو د پروسي لپاره کومه ژبه وکاروي (فرانسوي یا الماني)

طبی سکرینینګ
کله چې تاسو د رارسېدو په مرکز کې شتون ولرئ، یو نرس به دا معلومه کړي چې تاسو په کروناویروس اخته یاست که نه. نرس به ستاسو د بدن د تودوخې درجه معلومه کړي او ستاسو د صحت په اړه به څو پوښتنې وکړي. ستاسو د سږو عکس به هم واخیستل شي.
د ښه راغلاست ځای
د رارسېدو په مرکز کې د نوم لیکنې په تعقیب سره به فیداسیل د دې پلټنه وکړي چې تاسو د ښه راغلاست حق لرئ که نه. که چیرته تاسو د ښه راغلاست حق ولرئ، نو فیداسیل به تاسو ته هغه وخت چې ستاسو غوښتنلیک ازمایل کیږي د ښه راغلاست په مرکز کې د ښه راغلاست ځای چمتو کړي.