ستاسو د درخواست راجسټري

د مهاجرت دفتر به نړیوال حفاظتلپاره ستاسو درخواست راجسټر کړي.

درخواست باید چیرته راجسټر کړئ؟

که تاسې د بلجیم په خاوره کې یې، د هرکلي مرکز ته (په بروسل) ورشئ او هغوی ته ووایی چې تاسې غواړئ په بلجیم کې د نړیوال محافظت لپاره (یا د پناه غوښتنه) غوښتنه وکړئ.

د هرکلي مرکز د دوشنبه نه تر جمعه پورې پرانیستی وي، تاسې باید (سهار کې) په 8:30 بجو راورسیږئ.
د هرکلي مرکز پته: د پسچندایل سړک 2 – 1000 بروسل (Rue de Passchendaele 2 – 1000 Brussels)

بهر په کتار کې او د هرکلي مرکز کې
د کورونا ویروس پروړاندې اقدامات

  • د نورو خلکو نه 1.5 متر واټن وساتئ 
  • په ګروپونو او ډلو کې مه ودریږئ 
  • د مخ ماسک اغوستل لازمي دي  
  • خپل لاسونه تش ومینځئ یا عفونیت نه پاک کړئ  

راجستریشن: ستاسې شناخت او د ګوتو نښو په اړه پوښتنې

  • د مهاجرت دفتر یو مامور به ستاسې نه پوښتنې وکړي چې ستاسې هویت معلوم کړي: ستاسې نوم، د زیږون نیټه او ځای، هغه پته په کومه چې تاسې ته لاسرسی شونی وي.
  • د مهاجرت دفتر یو مامور به ستاسې عکسونه واخلي او ستاسې د ګوتو نښې به واخلي
  • همداراز ضروري ده چې ټول هغه اسناد ورکړې چې ستا هویت ثابتوي.
  • د راجستریشن پرمهال به د مهاجرت دفتر پریکړه وکړي چې ستاسې د پروسې لپاره کومه ژبه وکارول شي (فرانسوي یا هالنډي)

طبي معاینه 

کله چې تاسې د هرکلي مرکز کې یې، نرس به مو معاینه کړي چې آیا تاسې په کورونا ویروس اخته شوي یې که نه. نرسه به ستاسو حرارت وګوري او دا ګڼ شمېر پوښتنې به درنه وکړي. ستاسو د سږو ایکسری به هم جوړه کړی شي. 

د هرکلي ځای 

د هرکلي مرکز کې د نوم لیکنې وروسته، Fedasil به وګوري چې آیا تاسې د هرکلي مستحق یې که نه. که چیرته تاسو د هرکلي د ځای حق لرئ نو فیدازیل به تر هغه وخته چې ستاسو د پناهندګۍ درخواست ارزول کېږي درته د هرکلي په یو مرکز کې د استوګنې ځای درکړي.