په بلجیم کې ځانته ماشومان

آیا ته د ځانته زیرسن ماشومپه توګه بلجیم ته راغلی یې؟ ته تنها نه یې. دلته ډېر کسان تا سره د کومک کولو لپاره شته: یو سرپرست، یو وکیل، او د استوګنې په مرکز کې نظارت کوونکي. هغوی درسره راتلونکي په اړه پرېکړو کولو کې مرسته کوي او یو خوندي چاپېریال درته برابروي.

لاندې پاڼو کې به د هغه کومک چې ته یې د ځانته خارجي ماشوم په توګه ترلاسه کوې او بلجیم کې د اقامې د امکاناتو په اړه لا زیات معلومات ومومې.

مونږ درته همداراز د استوګنې د هغه مرکز په اړه زیات معلومات درکوو چیرته چې به ستا اوسېدل، مکتب، کار، ارام وغیره وي.

د هغې نه وروسته بیا هم پوښتنې لرې؟ د استوګنې په مرکز کې د سرپرست یا نظارت کوونکو نه پوښتنه وکړه، هغوی به درسره نور کومک وکړي.

آیا ته په خطر کې یې؟ د پولیسو دې عاجل لمبر ته زنګ ووهه: 112 یا 101.