متبادل حفاظت

ځینې پناهندګان مهاجر نه ګڼل کېږي بلکې "متبادل حفاظت" ورکول کېږي.

کله چې تاسو بلجیم نه د حفاظت لپاره درخواست ورکړئ، نو CGVS/CGRA ښايي تاسو ته د مهاجر حیثیتنه درکولو پرېکړه وکړي. خو CGVS/CGRA درته ښايي یو بل حفاظت درکړي: "متبادل حفاظت".

ولې؟ ځکه چې ته د جنیوا کنوانسیون په شرایطو پوره نه یې خو که چیرته ته خپل وطن ته ستون شې نو هلته به جدي مشکلاتو سره مخ شې. داسې ښايي په دې خاطر وي چې هیواد کې مو جنګ وي یا له دې امله چې ته د مرګ د جزا یا شکنجه کېدو د خطر سره مخ کېږې.

که تاته د حفاظت متبادل حیثیت درکړی شو، نو ته د یو کالد مودې لپاره د اقامې اجازه ترلاسه کوې. ښاروالي بیا کولی شي چې دغه هر ځل د دوه کلونو د مودې لپاره تمدید کړي. د پینځو کلونو نه وروسته متبادل حفاظت لرونکی تن ښايي د لامحدود وخت لپاره د اقامې اجازه ترلاسه کړي. دې پروسیجر باندې همداراز د ښاروالۍ لخوا کار کېږي.

که ستا هیواد کې وضعیت (جنګ) تغییر وکړو او هلته نور خطر نه و نو CGVS/CGRA ستا د متبادل حفاظت قبولي بېرته اخیسلی شي.

د خپل ټولنیز کارمند یا د خپل وکیل د توضیح غوښتنه وکړه. تاسو همداراز د CGVS/CGRA په ویبسایټ معلومات موندلی شئ.