ځانته زیرسن کسانو لپاره د ډوبلین پروسیجر

که ته یو ځانته خارجي زیرسن ماشوم یې، نو هغه مقررات چې کوم اروپايي هیواد ستا د درخواست لپاره مسوول دی (د ډوبلین مقرره) مختلف دي.

که ته ځانته زیرسن ماشومیې، د مهاجرت دفتر به وګوري چې آیا ته داسې د فامیل غړي یا خپلوان لرې چې بل اروپايي هیواد کې قانوني اوسېږي.

که داسې وي نو ستا وضعیت به په جزییاتو سره وارزول شي. د مهاجرت دفتر ښايي دغه هیواد نه غوښتنه وکړي چې حفاظت لپاره ستا په درخواست کار وکړي. که مسوول هیواد موافقه وکړی نو د مهاجرت دفتر به هغه هیواد ته ستا سفر تنظیم کړي.