فعالیتونو کې ګډون کول

پناهندګان د استوګنې د مرکز دننه او همداراز بهر فعالیتونو کې برخه اخیستلی شي.

د استوګنې مرکز کې د هالنډۍ ژبې درسونه

فعالیتونه

ستاسو د استوګنې مرکز تاسو ته د هغوی فعالیتونو په اړه معلومات درکولی شي چې د مرکز دننه او شاوخوا تنظیمېږي. اکثر کولتوري سفرونه تنظیمېږي. ماشومانو لپاره هغه وخت فعالیتونه تنظیمېږي کله چې مکتب کې نه وي (د چارشنبې په ماسپښين، د اونۍ پای کې). په ځانګړو ورځو هم فعالیتونه تنظیمول کېږي (د بلجیم د ملي رخصتۍ په ورځ، د ځینو خاصو مذهبي رخصتیو په ورځو او داسې نور).

ستاسو د استوګنې مرکز د ودانیو دننه او ترې بېرون فعالیتونه تنظیموي. دغه د بالغانو (سړو او ښځو) لپاره فعالیتونه وي او ماشومانو لپاره هغه وخت چې مکتب کې نه وي.

سپورټ

د استوګنې مرکز تل د سپورټ یو وړوکی اطاق لري. تاسو د خپل استوګنې د مرکز سره نږدې کوم سپورټ کلب کې هم شاملېدلی شئ (بلجیم کې د ټولو نه محبوب سپورټ فوټبال دی). ستاسو د استوګنې همداراز د لامبلو حوض ته تګ او پیاده ګرځېدل تنظیموي.

انټرنېټ او لوستل

تاسو کمپیوټر او یو د وايي فایي زون ته لاسرسی کولی شئ. بلجیم کې همداراز ډېرې کتابخانې شته. د استوګنې په مرکز کې تاسو په مختلفو ژبو کې کتابونه موندلی شئ.

ګاونډیانو سره ملاقات کول

د استوګنې مرکزونه داسې فعالیتونه تنظیموي چې هغوی ته ګاونډیان هم بلل کېږي. مختلف ډوله فعالیتونه موجود دي: د ورځو تبادله، د ګاونډیانو پارټیانې، د سپورټ ملاقاتونه او داسې نور. دغه د مرکز د ګاونډیانو سره د ملاقاتونو ورځې دي.

ویډیو «په فعالیتونو کې ګډون کول». د فرعي سرلیکونو ژبې بدلولو لپاره " cc" باندې کلیک وکړئ