د هالنډۍ یا فرانسوۍ زده کول

بلجیم کې د کار او تعلیم کولو او خلکو سره د تماس نیولو لپاره درباندې لازمه ده چې ژبه زده کړې. په بلجیم کې د هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبې کورس ویلی شې، کوم چې د نوو رارسېدلو هغو خلکو لپاره جوړ شوي چې دا یې مورنۍ ژبې ندي.

محلي ژبه زده کول

ژبه چیرته زده کولی شم؟

بلجیم کې خلک، په کومه منطقه کې چې اوسېږې د هغې په حساب، په فرانسوۍ یا هالنډۍ ژبه خبرې کوي. د هیواد په یوه کوچنۍ برخه (Liège ولایت کې) خلک په المانۍ ژبه خبرې کوي.

  • ټول د 18 کالو نه کم عمر والا ماشومان مکتب کې هالنډي، فرانسوي یا الماني زده کوي.
  • بالغان د ژبې په یو کورس کې داخله اخیستلی شي.
ویډیو «د ژبې کورس» د فرعي سرلیکونو ژبې بدلولو لپاره " cc" باندې کلیک وکړئ.