د موټر چلولو بلجیمی لېسنس

د موټر چلولو لپاره لازمي ده چې د موټر چلولو یو اعتبار لرونکی بلجیمی یا نړیوال لېسنس ولرئ. که تاسو په خپل وطن کې مخکې نه د موټر چلولو لېسنس اخیستی وي، نو دغه لېسنس نه بلجیم کې د موټر چلولو د لېسنس د درخواست ورکولو لپاره استفاده کولی شئ. که تاسو تر اوسه د موټرچلولو لېسنس نه لرئ، نو لازمه ده چې د موټروانۍ امتحان ورکړئ.

د موټروانۍ ټول لېسنسونه بلجیم کې د موټر چلولو حق نه درکوي. 

د موټر چلولو لېسنس

آیا زه د موټر چلولو بلجیمي لېسنس لپاره درخواست ورکولی شم؟

که تاسو د مهاجر به صفت قبول شوي یاست یا تاسو د اوسېدو اقامه لرئ، نو تاسو د خپل وطن په لېسنس سره د موټر چلولو د بلجیمي لېسنس لپاره درخواست ورکولی شئ.

که ستاسو د موټرچلونې لېسنس په رسمیت نه وي پېژندل شوی، نو په تاسو به لازمه وي چې بلجیم کې د موټرچلونې لېسنس بیا واخلئ او د امتحان په یو رسمي مرکز کې به د موټروانۍ امتحان ورکوئ.

زه د موټرچلونې بلجیمي لېسنس لپاره چیرته درخواست ورکولی شم؟

تاسو د موټروانۍ د لېسنس لپاره په هغې ښاروالۍ کې درخواست ورکولی شئ کومه کې چې تاسو اوسېږئ. تاسو ته د موټرچلونی نوی لېسنس فوراً نه درکول کېږي. دغه پروسیجر څو هفتې او میاشتې وخت نیسي.

په تاسو ورته لاندې اسناد وړاندې کول لازمي دي:

  • یو تازه پاسپورټي عکس
  • یو د اقامې مدرک
  • یو د موټرچلونې اعتبار لرونکی لېسنس چې تاسو یې بدلول غواړئ
  • ستاسو د موټرچلونې د لېسنس یوه رسمي ترجمه چې قسم خوړلي ترجمان کړې وي

د موټرچلونې د لېسنس لپاره درخواست څومره مصرف لري؟

هره ښاروالي د موټرچلونې د لېسنس ورکولو خپله بیه لري. اوسطه بیه 25 یورو ده.

د موټروانۍ امتحان

که تاسو د موټروانۍ لېسنس اخیستل غواړئ، نو لازمه ده چې د تیورۍ او عملي امتحان ورکړئ. د امتحان پر مهال درنه دا امتحان اخیستل کېږي چې وکتل شي آیا تاسو موټر چلولی شئ، او دا چې آیا تاسو ضروري پوهه او د موټر چلولو مهارتونه لرئ. تاسو د تیورۍ امتحان په هالنډۍ (په فلاندر، بروکسل کې)، په فرانسوۍ (په والونیا، بروکسل کې) او یا د یو رسمي قسم خوړلي ترجمان په مرسته په آلمانۍ یا انګلیسي ژبه کې ورکولی شئ.

د موټر چلولو د زده کولو لپاره تاسو د مشروطې موټروانۍ د لېسنس وړیا کورس او یا د موټروانۍ په مکتب کې یو کورس کولی شئ. په ځینو خاصو حالتونو کې د موټروانۍ په مکتب کې ټریننګ اجباري دی.

د موټر چلول زده کول او د موټروانۍ امتحان ورکول ډېرې پیسې مصرف غواړي. یقیني کړئ چې تاسو د موټروانۍ د امتحان لپاره ښه تیار یاست.