په بلجیم کې موټر چلول

د موټر چلولو لپاره مهم قوانین او مقررات دي چې ته یې باید احترام وکړې.

کومو اسنادو ته اړتیا لرې؟

په بلجیم کې د موټر چلولو لپاره لاندې اسنادو ته اړتیا لرې:

  • نړیوال یا د بلجیم لېسنس
  • د کار 'خړ کارت' (د راجسترۍ ثبوت)
  • د بیمې اسناد

که پولیس دې غاړې ته کړي نو لازمه ده چې دا اسناد ورته وښایې.

موټر چلول

د ترافیکو مهم مقررات

بلجیم کې د موټر چلولو پر مهال لاندې مقررات ډېر مهم دي:

  • موټرې د سرک په ښي طرف باندې ځي
  • د زیات نه زیات رفتار حد باید په نظر کې ونیسې (په ښار کې په ساعت کې 50 کیلومیتره یا 30 کیلومیتره، په موټروی باندې ساعت کې 120 کیلومیتره، مکتبونو سره نږدې ساعت کې 30 کیلومیتره).
  • موټر کې ناست ټول کسان باید د سیټ کمربند وتړي (مخې ته او شاته)
  • د موټر چلولو پر مهال د موبایل استعمالولو او زنګ وهلو اجازه نشته
  • هیڅ الکوحل باید ونه څښې
  • موټر هر ځای کې چې دې زړه وغواړي (وړیا) نشې پارک کولی. لوحو ته پام کوه!
  • په هغو څلورلارو کې چې د ترافیکو اشارې نه لري ته باید د ښي طرف نه راتلونکو موټرو ته د تېرېدلو لومړیتوب ورکړې.