د مهاجرت دفتر کې ستا د ملاقات وخت

د مهاجرت دفتر تا رابلي (ځینې وختونه څو کرته) چې پوښتنې درنه وکړي.

د مرکې پر مهال به تانه څه پوښتنې کېږي؟

د مهاجرت دفتر سره مرکه ډېره اوږده نه وي. په تا ضروري ده چې توضیح ورکړې ولې بلجیم کې نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوې.

د مهاجرت د دفتر یو چارواکی به تانه پوښتنې کوي او ستا ځوابونه به یو سند کې لیکي. تا سره به د یو ترجمان لخوا کومک کېږي، تر څو په هغو پوښتنو پوه شې چې درنه کېږي. په پای کې د مهاجرت د دفتر چارواکی دغه سند بیا لولي او ستا د موافقې لپاره درنه د لاسلیک کولو غوښتنه کوي. تاته د دغه سند یو نقل درکول کېږي.

د مرکې نه وروسته څه پېښېږي؟

د مهاجرت دفتر به ګوري چې آیا بلجیم نړیوال حفاظت لپاره ستاسو په درخواست د کار کولو مسوول دی که نه. که بلجیم مسوول وي، نو د مهاجرت دفتر به ستاسو قضیه CGVS/CGRA ته واستوي. CGVS/CGRA به دې وروسته بیا یوې اوږدې مرکې لپاره وغواړي.

که ستا ګوتې د سیسټم لخوا وپېژندل شوې، نو ددې مانا داده چې بلجیم ته د رارسېدو نه مخکې ته بل اروپايي هیواد کې راجسټر شوی وې. که داسې وي نو ته ښايی هغه هیواد ته واستول شې. ددې پرېکړې اتکاء د اروپايي اتحادې په مقرراتو (د ډوبلین مقرره) ده.