د مهاجر په صفت قبولۍ پای

CGVS/CGRA ستا د مهاجر په صفت قبوليختمولی شي، د بېلګې په توګه که ته یو نوی تابعیت ولرې او یا هغه هیواد ته د اوسېدو لپاره لاړ شې چیرته چې ته د تعقیب نه ډارېدلې. که تا د تفتیش پر مهال دوکه کړې وي نو CGVS/CGRA ښايي ستا قبولي بېرته واخلي.

د مهاجر په صفت ستاسو قبولي ختمول

CGVS/CGRA ستاسو د مهاجر په صفت قبولۍ پرېکړه ختمولی شي که چیرې:

  • تاسو په خپله خوښه د هغه هیواد د حفاظت درخواست ورکړئ د کوم چې تاسو تبع یاست.
  • تاسو په خپله خوښه هغه تابعیت چې له لاسه مو ورکړی بېرته لاسته راوړئ.
  • تاسو یو نوی تابعیت ولرئ.
  • تاسو په خپله خوښه هغه هیواد ته د اوسېدلو لپاره ځئ چیرته چې مو د تعقیب ډار لرلو.
  • هغه شرایط چې ستاسو د مهاجر په صفت قبلېدو سبب شوي وو نور وجود نلري، د بېلګې په توګه ستاسو اصلي وطن کې د دوامي تغییرونو له امله.

د مهاجر په صفت ستاسو قبولي بېرته اخیستل

CGVS/CGRA ستاسو قبولي بېرته داسې اخیستلی شي چې هیڅکله باید نه وه درکړی شوې. دا امکان لري که چیرې:

  • تاسو خپل اصلي وطن کې یو جرم ترسره کړی وي.
  • تاسو د مرکې پر مهال جعلي بیانونه یا اسناد ورکړي وي.
  • ستاسو د چلند نه ظاهرېږي چې تاسود جدي زیان کوم واقعي خطر نلرئ؟
  • تاسو باید د حفاظت نه ویستل شوي وی

د مهاجرت دفتر CGVS/CGRA نه غوښتنه کولی شي چې ستاسو د مهاجر په صفت قبولي بېرته واخلي که چیرې

  • تاسو په یو ځانګړي جدي جرم کې محکوم شوي یاست.
  • تاسو ملي امنیت لپاره خطر یاست.

د CGVS/CGRA د پرېکړې خلاف د اپيل درخواست کول

تاسو CGVS/CGRA د پرېکړې خلاف RvV/CCE ته د اپیل درخواست کولی شئ. د اپیل د پروسیجر پر مهال تاسو د هیواد نه په زور نشئ ایستل کېدلی.