بلجیم کې د مهاجرینو بیا ابادېدنه

 ځینې مهاجرین بلجیم ته د بیا ابادېدنې له لارې رارسېږې.

دا خلک د اروپا د بهر نه راځي او د UNHCR، د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې لخوا پیژندل شوي دي. د بلجیم لخوا د ازمول کیدو وروسته، انتخاب شوي افرادو ته په بلجیم کې د محافظت دریځ ورکول کیږي او کولی شي چې پدې هیواد کې د تل لپاره میشت شي.  

څوک په بلجیم کې بیا ابادېدلی شي؟

بلجیم لومړی د خلکو شمیر انتخابوي او دا چې د کومو هیوادونو نه غواړي چې بیاځل یې میشت کړي. بیا به UNHCR ترټولو ډیر د زیان سره مخ مهاجرین په ګوته کړي.

CGVS/CGRA او فداسیل په هغه هیوادونو کې د مهاجرینو سره ګوري چیرې چې هغوی اوسمهال موقعیت لري. CGVS/CGRA د نړیوال محافظت لپاره د هغوی غوښتنه ارزوي. فداسیل طبي معاینات کوي، مهاجرین په بلجیم کې د دوامداره پاتې کیدو لپاره چمتو کوي، او د هغوی سفر او په بلجیم کې هرکلی تنظیموي. 

له 2013 راهیسې، په بلجیم کې میشت کړی شوي اکثریت مهاجرین د سوریه وګړي و چې په اردن، ترکیه او لبنان کې اوسیدل. د سترو سیندونو سیمې (کانګو، برونډي، یوګانډا) او د مرکزي مدیترانې لارې (لیبیا) څخه افریقایی مهاجرینو هم خوندیتوب ترلاسه کړی دی.
 

بیا ابادېدنه هغو مهاجرینو لپاره ممکنه نده کوم چې بلجیم یا اروپا ته رارسېدلي وي.