ورپسې غوښتنلیک: کړنلاره څه شي ده؟

د ورپسي غوښتنلیک په ناسته کې، CGRS (CGRA/CGVS)‎  ازموینه کوي ترڅو معلومه کړې چې ستاسو په قضیه کې کوم نوي عناسر‎ ‎ شته که نه‎. دا هغه معلومات دې چې تراوسه ستاسو په سوابقو کې نه دي درج شوي ـ د مثال په ډول ستاسو د اصلي هیواد پیښو یا بدلونونو په اړه - او دا چې تاسو دا دتیري تګلارې په جریان کې نه درلودل CGRS

  • پریکړه کوي چې دلته ستاسو په قضیه کې نور نوي عناصر شتون نه لري: ستاسو قضیه د منلو وړ نده‎. ‏
  • CGRS پریکړه کوي چې دلته ستاسو په قضیه کې نور نوي عناصر شتون لري: ستاسو قضیه د منلو وړ دهCGRS  به ستاسو غوښتنلیک و ارزوي او نوي پريکړه به وکړي.‎ ‎

که چیرته CGRS ستاسو قضیه ونه مني نو تاسو به یو زیړ کارټ ترلاسه کړئ. دا ستاسو د کار کولو د حق لپاره پایلي لري.‎ ‎

د CGRS د پریکړي په وړاندي اپیل کول

تاسو کولی شئ چې د CGRS وړاندي هغه وخت چې ستاسو قضیه ونه مني اپیل وکړئ فون‎. د اپیل په جریان کې، تاسو به د سیمې څخه ونه ویستل شئ

که تاسو د دریمګړي غوښتنلیک لپاره د نامناسبې پریکړې پر وړاندې اپیل وکړئ، نو تاسو ممکن د سیمې څخه وویستل شئ. د پریکړي څخه وروسته به تاسو په چټکۍ سره د بلجیم د سیمې پریښودو حکم تر لاسه کړئ.‎ ‎

ایا تاسو نورو معلوماتو یا مرستو ته اړتیا لرئ؟

 

مخکې له دي چې تاسو د کډوالو دفتر سره ورپسي غوښتنلیک ثبت کړئ د خپل ټولنیز کارکونکي یا قانون پوه سره ملاقات وکړئ.