ستاسو د پروسیجر لپاره طبي سندونه

د پناهندګۍ په پروسیجر کې یوه طبي معاینه او د ډاکټر نه طبي سندونه ښايي ګټور وي.

آیا په خپل اصلي وطن کې درسره بد چلند شوی دی؟ آیا شکنجه شوی یې؟

که تاسو سره طبي سندونه وي، نو هغه نړیوال حفاظتستاسو په درخواست کې استعمالېدلی شي او په تاسو لازمه ده چې CGVS/CGRAکې د خپلې مرکې پر مهال یې ښکاره کړئ.

که طبي سند درسره نه وي، نو CGVS/CGRA ښايي غوښتنه وکړي چې ډاکټر تاسو معاینه کړي. په دغه صورت کې د ډاکټر پیسې ورکول په تاسو نه دي.

صحي معاینه

که CGVS/CGRA درنه ونه غواړي چې تاسو صحي معاینه وکړئ، خو تاسو معاینه کېدل غواړئ چې د هغه تکلیف چې درباندې تېر شوی ثبوت ترلاسه کړئ، نو تاسو یو ډاکټر ته تللی شئ خو پیسې به یې خپله ورکوئ. دې باره کې خپل ټولنیز کارمند یا خپل وکیل سره خبرې وکړئ.

د جنسي اندام غوڅېدل

CGVS/CGRA به هغو ښځو او انجونو چې د جنسي اندام د سُنت سره مخ شوې وي (یا هغو ښځو او انجونو چې د جنسي اندام د سُنت کېدو په خطر کې وي) د ځانګړې طبي معاینې غوښتنه وکړي. 

دا معاینه د اړوند ښځو او انجونو د حفاظت د درخواست لپاره مهمه ده.

که تاسو په دې وضعیت کې یاست، نو تاسو په دې اړه خپل ټولنیز کارمند سره خبرې کولی شئ کوم چې به د GAMS (د قرباني د حمایت سازمان) د ډاکټر سره یو ملاقات جوړ کړي. که تاسو د استوګنې په مرکز کې نه یاست، نو تاسو نېغ په نېغه GAMS سره تماس نیولی شئ.

GAMS (د جنسي اندام د سُنت د قربانیانو لپاره یو متخصص سازمان)

ټلیفون: 02/ 219 43 40

ایمیل: info@gams.be