په والونیا یا بروکسل کې زما د ډپلومې معادل کول.

که تاسو په خارج کې کومه ډپلومه ترلاسه کړې وي او په والونیا یا بروکسل کې کار کول غواړئ، نو کولی شئ چې ستاسو ډپلومه په رسمیت وپېژندل شي. څنګه؟ په تاسو لازمه ده چې د والونیا-بروکسل فیډریشن لخوا ستاسو د ډپلومې د 'معادل' درخواست ورکړئ.

معادل یو داسې سند دی چې ستاسو په خارج کې د ترلاسه کړې ډپلومې ارزښت ښيي.

تاسو د دې دوه پروسیجرونو ترمینځ انتخاب کولی شئ:

  • د تعلیمي درجو معادل: کتل کېږي چې په بلجیم کې کومه تعلیمي درجه ستاسو د خارجي ډپلومې (لیسانس، ماسټر یا بلې درجې) سره سمون خوري.
  • د یوې مشخصې ډپلومې معادل: کتل کې چې آیا په خارج کې ستاسو د کورس منځپانګه هماغه ارزښت لري کوم چې هماغه کورس یې په بلجیم کې لري.

د ډپلومې د معادل کولو پروسیجر د 150 او 200 ترمینځ یورو مصرف لري. هغه خارجي اتباع چې د مهاجر په صفت قبول شوي یا ورته متبادل حفاظت ورکړی شوی وي، لازمه پرې نده چې ددې پروسیجر مصرف ورکړي.

مونږ تاسو ته مشوره درکوو چې د پروسیجر د پیلولو څخه مخکې والونیا-بروکسل فیډریشن سره تماس ونیسئ. دغه پروسیجر کېدلی شي چې پیچلی وي. د مرستې لپاره، تاسو همداراز د سیمه ییز ادغام د مرکز (والونیا کې) یا د 'Ciré' ټولنې څخه (په بروکسل) کې مرسته غوښتلی شئ.