مل کوچنیان او د پناه غوښتنې پروسه

تاسو په بلجیم کې د نړیوال خوندیتوب (پناه غوښتنې) لپاره یو درخواست درج کړی او تاسو د ځان سره ماشومان هم راوستي دي. بلجیم ستاسو ماشومان په پام کې نیسي.‎ ‎

په دې صفحه کې تاسو د ماشومانو په اړه معلومات پیدا کوئ. دا ماشوم دی (د 18 کالو څخه کم عمر لري) څوک چې په بلجیم کې یوځای د والدینو سره یا د یو قانوني نماینده سره پاتي کیږي

ستاسو او ستاسو د ماشوم لپاره یو پریکړه

په عام ډول یو ماشوم هم د پناه غوښتنې پروسه د والدینو د پروسي په څیر پیلوي. هغه پریکړهچېCGRS (CGRA/CGVS)‎‎ ‎ يي نیسي، تاسو او همدا راز ستاسو کورنۍ ته اپیل: ستاسو میرمن، یا خاوند، او همدا ډول ستاسو ماشومان

CGRS د مرکې پرمهال خپل ماشومان د ځان سره مه راوړئ

ایا تاسو په CGRS کې د مرکې‎ ‎ لپاره یوه بلنه ترلاسه کړي ده؟ د ځان سره خپل ماشومان مه راوړئ. د مرکې په جریان کې تاسو باید تمرکز وکړئ ترڅو ډېرو پښتنو ته ځواب ورکړئ. مرکه یو څو ساعته وخت نیسي

  • ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشومان په ښوونځي کې پاتي کیدلی شي
  • د کورنۍ، ملګري، یا یو اشنا کس څخه غوښتنه وکړئ چې ستاسو دماشومانو څخه لیدنه وکړي
  • که تاسو چیرته ماشومان مرکې ته راوړئ، نو یو والد به په انتظارخونه کې د ماشومانو سره هغه وخت چې بل والد په مرکه کې بوخت وي پاتي کیږي.‎ ‎

د ماشوم اوریدنه

CGRS کولی شي ستاسو ماشوم ته بلنه ورکړي. ستاسو د ماشوم څخه د اوریدنې غوښتنه کولی شي.‎ ‎

دا ستاسو د ماشوم سره یوازی خبرې دي، دا مرکه نه ده. CGRS هیڅ داسي نیت نه لري چې د ماشوم له  طریقه

ستاسو د قیصي پلټنه وکړي.

د ماشوم د اوریدنې پرمهال والدین نشي کولی چې شتون لري. یو وکیل باید حاضر واوسي.

یو باوري شخص، داسي یو څوک چې ستاستو د ماشوم سره مسلکې اړیکه ولري، کولی شي حاضر واوسي.

د یو ملګري لرونکي ماشوم د پناه غوښتنلیک

یو ماشوم هم د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کولی شي. په دې قضیه کې، CGRS د ماشوم لپاره خپل دلایل په پام کې نیسي ترڅو یوه پریکړه وکړي.‎ ‎