سرپرست لرونکي زیرسن ماشومان او د پناهندګۍ پروسیجر
تاسو بلجیم کې د نړیوال حفاظت لپاره درخواست (د پناهندګۍ درخواست) ورکړی دی او خپل ماشومان مو ځان سره راوستلي دي. بلجیم ستاسو ماشومان په نظر کې نیسي.
په دې پاڼه تاسو د سرپرست لرونکو زیرسن کسانو په اړه معلومات موندلی شئ. دا هغه زیرسن (د 18 کالو نه کم عمر والا) تن دی کوم چې بلجیم کې د خپل والد(ینو) یا یو (قانوني) سرپرست سره اوسېږي.
ستاسو او ستاسو د ماشوم لپاره یوه پرېکړه
عموماً ماشوم د هماغه یو پروسیجر نه تېرېږي چې موروپلار یې پکې وي. هغه پرېکړه چې CGRS (CGRA/CGVS) یې کوي په تاسو او همداراز ستاسو د فامیل په غړو تطبیقېږي: ستاسو په مېرمن یا خاوند، او هم په ماشومانو.
د CGRS سره په مرکه کي خپل ماشومان مه راولئ
آیا تاسو په CGRS (CGRA/CGVS) کي د مرکي لپاره بلنه درکړل شوي؟ خپل ماشومان ځان سره مه راولئ. د مرکې پر مهال په تاسو لازمه ده چې خپله توجو مرکوز کړئ او د ډېرو پوښتنو ځوابونه ووایاست. مرکه ډېر ساعتونه دوام کوي.
- دا خبره یقیني کړئ چې ماشومان مو مکتب کې پاتې شي
- د فامیل، دوستانو یا اشنایانو نه وغواړئ چې د ماشومانو پاملرنه مو وکړي
- که تاسو ماشومان بیا هم مرکې ته راولئ، نو په موروپلار کې یو نفر به د انتظام اطاق کې پاتې کېږي په داسې حال کې چې بل سره به مرکه ترسره کېږي.
د ماشوم د استماع موضوع
CGRS (CGRA/CGVS) ستاسو ماشوم بللی شي. ستاسو د ماشوم د اورېدو غوښتنه هم کېدلی شي.
دغه ستاسو ماشوم سره مکالمه وي، مرکه نه وي. CGRS (CGRA/CGVS) هیڅ اراده نلري چې ستاسو ماشوم سره په خبرو کولو ستاسو کیسه معاینه کړي.
د سرپرست لرونکي زیرسن تن لخوا د پناهندګۍ درخواست
يو ماشوم هم کولای شي د نړيوالې حفاظت لپاره غوښتنه وکړي. په دغه صورت کې CGRS (CGRA/CGVS) د پرېکړې کولو لپاره د ماشوم خپل دلیلونه په نظر کې نیسي.
کله چې یو زیرسن ماشوم خپله د پناهندګی غوښتنلیک وړاندې کوي وروسته له دې چې د هغې یا د هغه د والدینو/سرپرستانو مخکېنی غوښتنلیک رد شوی وي، د استوګنځي حق یې محدود کېدای شي.