د متبادل حفاظت پای

CGVS/CGRA ستاسو متبادل حفاظتختمولی شي. دا ستاسو د قبولۍ په لغوه کولو یا بېرته اخیستلو کېدلی شي.

ستاسو د قبولۍ ختمول

CGVS/CGRA د متبادل حفاظت د ختمولو پرېکړه کولی شي کله چې هغه شرایط چې د قبولۍ دلیل شوي وو نور وجود نلري او یا تر داسې یو حده تغییر شوي وي چې هغه نور اړین نه وي. دا هغه وخت کې هم امکان لري چې حفاظت ستاسو د خپل چلند له امله نور اړین نه وي.

ستاسو د قبولۍ بېرته اخیستل

CGVS/CGRA ستاسو متبادل حفاظت بېرته داسې اخیستلی شي چې هیڅکله باید نه وه درکړی شوې. دا امکان لري که چیرې:

  • تاسو خپل اصلي وطن کې یو جرم ترسره کړی وي.
  • تاسو د مرکې پر مهال جعلي بیانونه یا اسناد ورکړي وي.
  • ستاسو د چلند نه ظاهرېږي چې تاسود جدي زیان کوم واقعي خطر نلرئ؟
  • تاسو باید د حفاظت نه ویستل شوي وی

اپیل کول

تاسو CGVS/CGRA د پرېکړې خلاف RvV/CCE ته د اپیل درخواست کولی شئ. د اپیل د پروسیجر پر مهال تاسو د هیواد نه په زور نشئ ایستل کېدلی.