د بلجیم حکومت بې طرفه دی

په بلجیم کې مقررات په ټولو اوسېدونکو خلکو تطبیق کوي، چې دا قوانین دي. ریاست داسې مذهب نلري چې مقررات تحمیل کړي.

بې طرفي

بلجیم یو دموکراتیک هیواد دی، ددې معنی داده چې په حکومت لازمه ده چې بې طرفه وي. د بلجیم حکومت ټولو اتباعو سره د برابرۍ چلند کوي بې له دې چې دا خبره په نظر کې ونیسي چې ایا:

  • څوک سړی دی که ښځه
  • مذهب یې څه دی
  • مفکوره یې څه ده
  • د یوې ټولنې یا سیاسي ګوند لپاره یې ترجیح څه ده
  • جنسي میلان یا جنسي هویت یې څه دی

د بلجیم قانون

په قوانینو باندې پارلمان کې رایې ورکول کېږي. په بلجیم کې ریاست مذهب نلري، نو مقررات او قوانین د بایبل، قران، تورات یا نورو کومو مذهبي احکامو لخوا نه ټاکل کېږي.

د بلجیم اساسي قانون د لاندې خبرو ضمانت ورکوي

  • د مذهبونو په تړاو د حکومت خپلواکي
  • د مذهب ازادي او د بیان ازادي (په قانون د لازم عمل سره سم)

حکومتي کارمندان د کار پر مهال اکثر مذهبي/د مفکورې کالي یا علامات (زړوکی، صلیبونه) نه په سر کوي یا په غاړه کې نه اچوي. 

بلجیم کې په عامه ځایونو کې د داسې کالیو چې مخ پټوي (لکه د نقاب یا چادرۍ) د اغوستلو ممانعت دی.