د مذهب ازادي

په بلجیم کې تاسو د مذهب او عقیدې د ازادۍ حق لرئ.

د مذهب ازادي

بلجیم کې کوم ریاستي یا رسمي مذهب نشته. تاسو د مذهب د ازادۍ حق لرئ. تاسو د بې مذهبه کېدو حق هم لرئ.

تل د نورو د دینونو او عقایدو احترام وکړئ، حتی هم که هغوی عقیده نلري یا په خپل مذهب عمل نه کوي.

قانون په دین لومړیتوب لري

تاسو چې هر دین غوره کوئ، قانون په دین لومړیتوب لري. دا په دې مانا چې یوازې قانون دا پرېکړه کوي چې تاسو څه کولی او څه نشئ کولی، او هغه دلیلونه ټاکلی شي په کومو چې تاسو ته بلجیم کې جزا درکول کېدلی شي.

کلیسا یا جومات ته

په هره ښاروالۍ یا ښار کې یوه کلیسا هم وي چیرته چې تاسو عبادت لپاره تللی شئ. د بلجیم په اکثرو ښارونو کې تاسو لمانځه لپاره جومات ته تللی شئ.

آیا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟

د خپل ټولنیز کارمند نه پوښتنه وکړئ چې ستاسو په منطقه کې جومات، کلیسا یا د عبادت نور ځایونه چیرته دي.