بلجیم کې د پناهندګۍ لپاره درخواست ورکول

کوم خلک چې بلجیم ته رارسېږي نو هلته د پناهندګۍ درخواست ورکولی شي. پناهندګي حفاظت غوښتل دي ځکه چې ستا خپل اصلي وطن کې ستا ژوند په خطر کې دی.

بلجیم به نړیوال حفاظتلپاره ستاسو درخواست معاینه کوي، دانړیوال حفاظت لپاره پروسیجر'ګڼل کېږي. که تاسو د بلجیم نه حفاظت ترلاسه کړو، نو تاسو د مهاجر په صفت قبولي ترلاسه کړه او بلجیم کې ځان ابادولی شئ. که تاسو بلجیم نه حفاظت ترلاسه نه کړو، نو لازمه ده چې سیمې نه لاړ شئ.

ددې خبرې د معلومولو لپاره چې آیا یو تن د مهاجر په صفت قبلېدلی شي، بلجیم د جنیوا کنوانسیونتطبیقوي. مختلف دولتي سازمانونه نړیوال حفاظت لپاره ستاسو درخواست معاینه کوي.

که تاسو حفاظت لپاره درخواست ورکړی وي، نو تاسو د درخواست د معاینې په تمامه موده کې د مادي مرستې مستحق یاست. دغې مرسته کې د استوګنې یو مرکز (عموماً یو مشترکه مرکز) کې استوګنځی شامل دی.

بلجیم کې نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکو ته مالي مرسته نه ورکول کېږي.