انټرنېټ، وايي فايي او ټلیفوني زنګ وهل

په خپل سمارټ فون باندې ټلیفون کولو او انټرنېټ کتلو لپاره تاسو یو سیم کارډ ته ضرورت لرئ. بلجیم کې په ډېرو ځایونو کې تاسو وړیا وايي فايي ته لاسرسی کولی شئ.

سیم کارټ

زه چیرته سیم کارټ اخیستلی شم؟

بلجیم کې تاسو سیم کارټ په انټرنېټ، د تلیفوني شرکت په دوکان یا په مغازه کې اخیستلی شئ. د ټلیفون کولو او انټرنیټ استعمالولو لپاره تاسو د میاشتني ګډون (پوسټ پیډ) یا سیم کارډ (پري پیډ) ترمینځ یو غوره کولی شئ. د ګډون لپاره باید هره میاشت یو فیس ورکړئ. که ګډون مو لغوه نکړئ نو هغه په اتومات ډول تمدید کېږي.

په بلجیم کې غټ تلیفوني شرکتونه Base، Scarlet، Proximus، Telenet، Lycamobile، Orange وغیره دي.

که تاسو بلجیم کې یو سیم کارټ آنلاین یا په دوکان کې واخلئ، نو تلیفوني شرکت به یې درنه غوښتنه وکړي چې سیم کارټ مو راجسټر کړئ او د هویت ثبوت ورکړئ. د خپل شناخت د ثبوت لپاره تاسې د شناخت معتبر سند ته اړتیا لرئ، د مثال په توګه ستاسې د نوم لیکنې یا ثبت تصدیق (نارنجي کارت).  

زه وړیا وايي فايي چیرته پیدا کولی شم؟

د فیدازیل د هرکلي په مرکز او اکثرو د استوګنې مرکزونو کې د وړیا وايي فايي ځایونه شته. اکثر وختونه یوه انټرنېټ کیفې هم وي چیرته چې د استوګنې د مرکز په کمپیوټر انټرنېټ ته لاسرسی کېدلی شي.

بلجیم کې په ډېرو عامه ځایونو (کتابتونونو، کافي بارونو، کیفو، دوکانونو) کې وايي فايي موندل کېدلی شي، کومې ته چې تاسو وړیا داخلېدلی شئ.

اکثر اول باید په یو کوډ سره ورداخل شئ، کوم چې اطاق کې ښودل شوی وي.

وړیا وايي فايي

ستاسو کور لپاره انټرنېټ پیوستون

که تاسو کور کې بې تاره انټرنېټ انسټال کړی وي، نو په کور کې به مو وايي فايي وي. دغې وايي فايي نه تاسو کور کې په لیپ ټاپ، کمپیوټر یا سمارټ فون استفاده کولی شئ.

د انټرنېټ پیوستونونه ډېرې پیسې مصرفول غواړي. 

تاسو د انټرنېټ شرکت ته یو ځل پیسې د انسټال کولو لپاره ورکوئ، او بیا به هره میاشت یو معلوم رقم ورکوئ.