ستا د استوګنې ځای

په داسې حال کې چې ستا د پناهندګۍ درخواست معاینه کېږي فیدازیل درته د استوګنې ځای درکوي.

د هرکلي مرکزکې حفاظت لپاره ستا د درخواست د راجستر کولو نه وروسته به فیدازیل ګوري چې آیا تاته ستا د درخواست د معاینه کېدو پر مهال استوګنځی درکول کېدلی شي که نه.

  • که د استوګنځي حق ونلرې، نو درباندې لازمه ده چې د هرکلي مرکز خوشې کړئ. فیدازیل به درته دا خبره تشریح کړي چې که تاسو د استوګنې په مرکز کې نه یاست بیا هم د صحي مرستې حق لرئ.
  • که د استوګنځي حق لرئ، نو فیدازیل به یو د استوګنې ځایدرکړي: دا اکثر یو داسې مرکز وي چې د فیدازیل یا سره صلیب لخوا چلول کېږي.
د استوګنې ځای ته رسېدل

د استوګنې د ځای غوره کول

فیدازیل به هماغه وخت کې مرکز کې د موجودو کټونو او ستاسو د وضعیت (ستاسو د فامیل جوړښت، ستاسو روغتیا وغیره) په نظر کې نیولو سره تاسو لپاره یو د استوګنې مرکز غوره کړي.

آیا د استوګنې د ځای اړتیا نلرې؟

دا مکلفیت ندی. تاسو د استوګنې د هغه ځای چې فیدازیل یې درکوي د رد کولو پرېکړه کولی شئ، د بېلګې په توګه که تاسو بلجیم کې دوستان لرئ چې تاسو ته د کور ځای د درکولو موافقه کوي. په دې صورت کې به فیدازیل تاسو سره یوازې د صحي پاملرنې کومک کوي.

تاسو د استوګنځي د شرایطو څخه خوشحال نه یاست؟

په دې اړه اول خپل ټولنیز کارمند سره خبرې وکړه. تاسو د شکایتداخلولو امکان لرئ.