د سفر تنظیمول

د سفر انتظام د فیدازیل او مهاجرت لپاره د نړیوال سازمانلخوا کېږي.

سفر به الوتکه کې وي، خو ځینې هیوادونو ته چې بلجیم سره نږدې وي، به په بس کې وي. فیدازیل د پرواز د ټکټ او د بس د ټکټ پیسې ورکوي.

کله چې بلجیم نه روانېږې نو تا سره به د آيي او ایم یوه پلاستیکي بکسه وي تر څو اوپېژندل شې. د آيي او ایم یو څوک به درسره په هوايي ډګر (یا د بس تمځای) کې وویني، ټکټ به دې درکړي او د سرحدي کنټرول پورې به دې بدرګه کړي. که ته غواړې نو د آيي او ایم یو بل نفر ستا خپل هیواد ته په رسېدو هلته تاته د هرکلي او درسره ملګري کېدو لپاره حاضرېدلی شي.

لکه د نورو ټولو مسافرینو په څېر، په تا لازمي ده چې د بیګونو د مقرراتو احترام وکړې: د نفر په سر بکسونو د حد نه او د زیات نه زیات وزن د حد نه مه اوړه.