د بلجیم تابعیت ترلاسه کول

خارجي اتباع فقط هغه وخت د بلجیم د تابعیت درخواست ورکولی شي چې 5 کاله یې په بلجیم کې قانوني اقامت کړی وي. ګڼ شمېر شرایط شته چې باید پوره کړی شي.

د بلجیمي موروپلار بچي په اتوماتیک ډول د بلجیم تابعیت ترلاسه کوي. خارجي اتباع د خاصو شرایطو لاندې د بلجیم د تابعیت لپاره درخواست ورکولی شي.

 ته کله د بلجیم د تابعیت لپاره درخواست ورکولی شې؟

  • که تا لږ تر لږه 5 کاله په بلجیم کې قانوني ژوند کړی وي
  • او دلته د لامحدود ژوند کولو حق لرې
  • د بلجیم په ټولنه کې دې ادغام کړی وي، د مثال په توګه د ادغام سند درسره وي
  • د 3 ملي ژبو څخه په 1 ژبه خبرې او لیک کولی شې
  • او لږ تر لږه 468 ورځې دې کار کړی وي

نور شرایط په ځینو خاصو خارجي اتباعو تطبیق کوي: زیر سن کسان، هغه خارجي اتباع چې د یو بلجیمي سره یې واده کړی وي، د زیر سن بلجیمي ماشومانو موروپلار، بې ریاسته کسان، بوډاګان یا مریضان. 

نور معلومات د ښاروالۍ څخه ترلاسه کولی شې.

د بلجیم د تابعیت لپاره به څنګه درخواست ورکوې؟

  • لازمه ده په هغې ښاروالۍ کې درخواست داخل کړې په کومه کې چې ته ثبت شوی یې.
  • د ښاروالۍ چارواکی به د مهاجرت د دفتر، د لویې څارنوالۍ د دفتر او د ملي امنیت د ریاست سره په مشوره ستا په درخواست کار وکړي.
  • د لویې څارنوالي دفتر به ستا په درخواست (د 4 میاشتو دننه) ستا د درخواست په باره کې یوه پرېکړه وکړي او د ښاروالۍ چارواکي ته به خبر ورکړي.
  • که پرېکړه منفي وه، ته د لومړۍ مرحلې محکمې ته اپیل کولی شې.