آیا رواني مرستې ته اړتیا لرئ؟
پناهندګان رواني مرسته ترلاسه کولی شي.
د استوګني په مرکز کي رواني مرسته
د صدمې، سترس یا تکلیف په قابو کولو کې کومک لپاره تاسو د استوګنې په ځای کې د خپل سوشل ورکر ډاکتر نه د رواني مرستې غوښتنه کولی شئ.
کوم معلومات چې تاسو د روانشناس سره شریکوئ د مسلکي رازدارۍ لخوا یې حفاظت کېږي او ستاسو د رضایت نه غیر نه شریکېږي.
په CPAS/OCMW کي رواني مرسته
که ستاسو د استوګنې مرکز کې روانشناس نه وي او تاسو د روانشناس په لټون یاست، نو لومړی خپل ډاکټر ته ورشئ. تاسو د خپل CPAS/OCMW څخه هم د رواني مرستې غوښتنه کولی شئ.
د ارامیدو فعالیتونه
ستاسو د استوګنې مرکز یا د استوګنې د مرکز نه بهر ادارې داسې فعالیتونه تنظیموي چې کوم خلک په تکلیف کې وي هغوی سره کومک کولی شي. په دوی کې د ارام کېدو فعالیتونه، د ساه اخیستلو تمرینونه او د بحث ګروپونه شامل دي. معلوماتو لپاره د خپل ټولنیز کارمند یا خپل CPAS/OCMW نه حتماً پوښتنه وکړئ.