زما مرکې لپاره CGVS/CGRA ته بلنه

د مهاجرت دفتر ستا قضیه CGVS/CGRA ته استوي. CGVS/CGRA بیا تا د یوې شخصي مرکې لپاره غواړي.

که بلجیم ستا حفاظت لپاره درخواستباندې د کار کولو مسوول وي، نو د مهاجرت دفتر به ستا قضیه CGVS/CGRA ته واستوي.

CGVS/CGRA یوه خپلواکه اداره ده کومه چې د مهاجر په صفت قبولي یا متبادل حفاظتورکوي یا یې رد کوي. د پرېکړې کولو نه مخکې به CGVS/CGRA تا خپلو دفترونو ته وغواړي (' یا بلنه درکړی'). ته بیا توضیح ورکولی شې چې ولې دې خپل اصلي وطن خوشې کړو (دې ته 'شخصي مرکه') ویل کېږي.