ستا د استوګنې ځای ته تلل

تاته به یو د اورګاډي یا بس ټکټ درکړی شي چې خپل د استوګنې ځای ته لاړ شې.

د هرکلي مرکزکې درته فیدازیل یو د اورګاډي یا بس ټکټ درکوي چې د استوګنې مرکز (اکثر یو د فیدازیل یا د سور صلیب مرکز) ته لاړ شې.

د روانېدو نه مخکې به درته دا شیان درکړي:

  • ستا د استوګنې د ځای ادرس او همداراز یو د تلیفون لمبر؛
  • یوه نقشه ستا د استوګنې د ځای د مسیر سره؛
  • د عامه ټرانسپورټد استعمال په اړه توضیح؛
  • د اورګاډي یا بس لازم ټکټونه.

فیدازیل هغه مرکز ته خبر ورکوي چې ته به ورځې. مرکز به هماغه ورځ ستا په تمه وي.