په اورګاډي، ترام یا بس کې تلل

بلجیم کې په اسانۍ سره اورګاډي، ټرام یا بس کې سفر کولی شې. تل د ختلو نه مخکې ټکټ واخله.

څنګه پوهېږې چې کوم اورګاډي، ټرام یا بس کې لاړ شې؟

  • د اوږدو واټنونو لپاره، یا د ښارونو ترمینځ: اورګاډي کې ځه
  • د لنډو واټنونو لپاره: بس کې ځه
  • په برسلز کې: میټرو، ټرام یا بس کې ونیسی.

مطمین شه د ختلو نه مخکې درسره صحیح ټکټ وي. د ټکټ نه غیر په بلجیم کې د سفر کولو جریمې ډېرې جیګې دي (تر €500 پورې). 

د اورګاډي ټکټ اخیستل

ټکټ چیرته اخیستلی شې؟

تاسو کولۍ شئ ټکټ د ټکټونو اتومات ماشین کې

  • واخلئ
  •  په سټیشن کې د ټکټونو په دفتر کې
  • د ویب پاڼې له لارې

په بس یا ټرام کې، تاسو پرته د تماس (لمسولو) هم پیسې ورکولۍ شئ.

خپل ټکټ باید فعال کړې! آیا په ټرام، بس یا میټرو کې سفر کوې؟ هر ځل چې میټرو، ټرام، بس یا د میټرو سټیشن ته ننوځې نه ټکټ دې سکین کړه.

ددې چانس زیات دی چې ټکټ کتلو والا درشي.

ته د هرکلي په مرکز کې یې

که تاسو پناهنده یاست او د مهاجرینو د هرکلي په مرکز کې ژوند کوئ نو کولی شئ چې د لاندې دلایلو لپاره د خپل سوشل ورکر نه د یو مفته ټکټ غوښتنه وکړې:

  • که تا باندې د پناهندګۍ د درخواست (مرکې) لپاره ملاقات ته تګ ضروري وي
  • که اوسېدو لپاره د یو ځای په لټون یې
  • که د زده کړې یو کورس وایې
  • که کوم صحي ملاقات لرې

د بس لپاره د سفر پاس

که ته په فلانډر کې اوسیږې، نو ستا ټولنیز کارمند کولی شي تا ته سپارښتنه وکړي چې په کم لګښت د 1 کال لپاره د سفر پاس واخله. دا د ډیرو ټکټونو اخیستلو نه ډیر ارزان دی. په فلانډر کې د پناه غوښتونکي په صفت تاته د سفر په کارت کې تخفیف درکول کېږي. په والونیا کې تاسې ته د سفر پاس کې تخفیف نه درکول کیږي.

د خپل سفر حساب ولګوه

داسې مختلف ایپونه شته چې د سفر حساب لګوي. هغوی همداراز درته ښايي چې کوم بس، ټرام یا اورګاډي کې لاړ شې.