ښځې او د پناهندګۍ پروسیجر

بلجیم هغو ښځو ته خاصه توجه کوي چې د نړیوال حفاظت یانې پناهندګۍ درخواست ورکوي. CGVS/CGRA سره د مرکې پر مهال، د مرکې پر مهال دا مهمه ده چې تاسو د هغو مشکلاتو په باره کې خبرې وکړئ د کومو نه چې مو د ښځې په صفت فرار کړی دی.

دا کېدی شي چې د ښځې په صفت تاسو خپل وطن کې د داسې مشکلاتو سره مخ شوي یاست لکه:

دا مهمه ده چې د خپلو مشکلاتو په اړه د خپل  سوشل ورکر  یا وکیل سره خبرې وکړئ، او همداراز د CGVS/CGRA د حفاظتي افسر سره کوم چې به تاسو سره مرکه کوي هم.  CGVS/CGRA به د تصمیم نیولو په وخت کې دغه خبرې په نظر کې نیسي.

مرکه د سړي یا ښځې لخوا

ایا تاسو ته مشکله ده چې خپله کیسه سړي یا ښځې ته وکړئ؟ د CGVS/CGRA  څخه د نارینه یا ښځینه حفاظتي افسر او ترجمانغوښتنه وکړئ. CGVS/CGRA به کوښښ وکړي چې ستاسو غوښتنه پوره کړي. خپل سوشل ورکر نه غوښتنه وکړئ چې کومک درسره وکړي.