د اوبو خوندیتوب

په بلجیم کې د وړي پرمهال ګرمي زیاته ده او خلک تازه اوبه غواړي. یوازي په هغه ځای کې ځان ومینځئ چې خوندیتوب ولري، او هغه ځای کې ته چې تاسو پکې لامبلی نشئ مه ورځئ.‎ ‎ 

تاسو چیرته لامبلی شئ؟

  • د لامبه حوزونه
  • په سمندر کې د څار لاندي ساحې
  • د څارنې لاندي لامبو او د ساعت تیرئ ساحې

په هغه ځای کې چې لامبل منع شوي مه لامبۍ‎ ‎( سیندونه، کانالونه د کیښتیو لارې)‎.‎ یوازی به هغه ځای کې چې د ژوند خوندیتوب پکې تضمین وي ولامبئ.‎ ‎

په اوبو کې د ځان ساتنه وکړئ

  • او د کوچنیو ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړئ. د خپلو ماشومانو سره هغه وخت چې لامبې یا په اوبو کې لوبې کوي په څنګ کې ووسئ.‎ ‎
  • که تاسو په اوبو کې په سم ډول لامبلی نشې نو د اوبو بیخ ته مه ځئ.‎ ‎
  • هیڅ کله یواځي مه لامبئ. که تاسو سم لامبلی نشئ ښايي د ستونزو سره مخ شئ.‎ ‎


په یو ډنډ کې لامبل ښايي خطرناک وي

  • د اوبو تل اکثره غیري منظم وي، ځیني وخت اوبه د تمې خلاف ژوریږي
  • سړې اوبه کولی شي چې د دردونو لامل شي
  • په اوبو کې تیرو شیانو ته پاملرنه وکړئ
  • ‎ ‎ هیڅ کله ځان په رغیو یا هغه اوبو کې چې لږې ښکاري مه اچوئ

په سمندر کې لامبل خطرناک کیدلی شي

  • ‎ ‎خطرناکې د اوبو څپي تاسو حېرانولی شي
  • تل د زیړو نښو ترمنیځ ووسئ
  • په سمندر کې د اوبو د موجونو څخه لري ووسئ 

د بیرغ رنګ ته  پاملرنه وکړئ

انفوګرافیک ‎'‎د اوبو خوندیتوب‎'
  • شین بیرغ: تاسو لامبلی شئ
  • د زیړ بیرغ سره لامبلی شئ: تاسو کولای شئ ولامبئ خو ډوبېدونکي او هغه شېان چې ډوبیګي اوبه ته راړولو لپاره اجازه نشته
  • سور بیرغ: لامبلو ته اجازه نشته 

لامبه زده کړئ

د بلجیم د اوبو په هر حوز کې ، د ۱۲ کالو عمر څخه ټیټو ماشومانو لپاره لارښونې جوړې شوي دي ستاسو ماشوم به د ښوونځي له لاري هم لامبل زده کړي. د زده کړو د جریان وروسته که چیرته ستاسو ماشوم په سمه توګه لامبل وکولی شي، نو ستاسو ماشوم د لامبا ېو سند ترلاسه کوي.‎ ‎ 
د ۱۲ کالو څخه زیات او بالغ ماشومان هم کولی شې په حوز کې لامبل زده کړي.‎ ‎ 

د لامبا زده کړه