بلجیم کې مختلف مکتبونه

په بلجیم کې مکتبونه د عمر په حساب تقسیم شوي دي.

  • د ابتدايي مکتب نه مخکې زده کړې: د 2.5 نه تر 5 کلنۍ
  • ابتدايي زده کړې: د 6 نه تر 11 کلنۍ
  • منځنۍ زده کړې: د 12 نه تر 18 کلنۍ

د ابتدايي مکتب نه مخکې زده کړې: (2.5 نه تر 5 کلنۍ)

د 5 کلونو نه کم عمر لرونکي ماشومان اړ ندي چې وړکتون ته لاړ شي. خو زیاتره ماشومان بیا هم ځي ځکه چې هغوی هلته ژبه زده کوي. هغوی همداراز لاسي مهارت، رسمول، شریک لوبې کول زده کوي ...

مکتب ستاسو د ماشوم لپاره بهترین ځای دی چې ژبه زده کړي. 

د سپتمبر په 1 نیټه چې ستاسې ماشوم 5 کلن شي، نو هغه باید بیا وړکتون ته ولاړ شي. که چیرې ستاسې ماشوم د هالنډي ژبې ښوونځي ته ځي او په 6 کلنۍ کې په هالنډي ژبه ښه ونشي غږیدی، نو ښوونځی به ممکن پریکړه وکړي چې د یو بل کال لپاره ستاسې ماشوم (د لومړني ښوونځي پرځای) وړکتون ته ولیږي

ابتدايي زده کړې (6 نه تر 11 کلنۍ)

کله چې ستاسو ماشوم په لومړي ځل ابتدايي مکتب ته ځي یا مکتب بدلوي نو په تاسو لازمه ده چې ثبت نام یې وکړئ. تاسو خپل ماشوم لپاره د مکتب انتخاب کولی شئ.

په ابتدايي زده کړو کې 6 کاله شامل وي. ستاسو ماشوم هر کال باید د زده کړې اهداف ترلاسه کړي تر څو بل کال ته لاړ شي.

په ابتدايي تعلیم کې دا مضامین وي:

  • ریاضي
  • لیکل او لوستل
  • - ټولنیزه پوهه (جغرافیه، بیالوجي، ترافیکي علم...)
  • فزیکي زده کړې، د لامبو په ګډون

منځنۍ زده کړې (12 نه تر 18 کلنۍ)

د ابتدايي مکتب نه وروسته ستاسو ماشوم د منځنیو زده کړو مکتب ته ځي. په تاسو لازمه ده چې د ماشوم لپاره مو بیا ثبت نام وکړئ ځکه چې دغه یو نوی مکتب وي. تاسو په خپله انتخاب کولی شئ چې ماشوم مو کوم منځني مکتب ته لاړ شي.

د منځنو زده کړو مکتب کې هم 6 کاله شامل وي. په منځني مکتب کې ځوانان دې ته تیارول کېږي چې خپله زده کړو (لوړو زده کړو) ته ادامه ورکړي یا یو مسلک زده کړي.

د منځني مکتب مختلف رقمه زده کړې شته (د معلوماتو ګراف وګورئ):

  • عمومي منځنۍ زده کړې (aso): ځوانان د لوړو زده کړو لپاره تیاروي.
  • - هنري منځنۍ زده کړې (kso): ځوانان د هنر نړۍ کې یو مسلک (ډانس، تیاتر، رسامي، موسیقي وغیره) ته تیاروي.
  • تخنیکي منځنۍ زده کړې (tso): ځوانان په تخنیکي یا اقتصادي برخو کې او یا په برق، د لرګو کار یا توریستي سیکټور کې د وظیفې لپاره لوړو زده کړو ته تیاروي.
  • مسلکي منځنۍ زده کړې (bso): ځوانانو ته د روزګار په نظر کې نیولو سره یو مسلک زده کوي.

ځانګړې زده کړې

ځینې ماشومان عادي مکتب ته نشي تللی

  • هغوی په زده کړه کې مشکل لري
  • هغوی په چلند کې مشکل لري
  • یوه معذوري لري (بصري، حرکتي، ذهني، یا سمعي)

دغه ماشومان یو داسې مکتب ته تللی شي چې د هغوی د ځانګړو اړتیاو سره سم جوړ شوی وي. ددې لپاره چې یو ماشوم د ځانګړو زده کړو په مکتب کې داخل کړی شي، د لاندې ادارې څخه اجازه لازمه ده: