د محصلینو د لارښوونې مرکزونه

په فلاندرز کې هر په رسمیت پېژندل شوی مکتب د محصلینو د لارښوونې د یو مرکز (CLB/PMS) سره په شریکه کار کوي. موروپلار او شاګردان هلته وړیا تللی شي او د زده کړې، تعلیم او روغتیا په اړه پوښتنې کولی شي.

د محصلینو د لارښوونې په مرکزونو کې ډاکټران، روانشناسان او نرسان کار کوي. هغوی ماشومانو سره په طبي، رواني او ټولنیزو ضرورتونو کې کومک کوي.

روغتیا

CLB/PMS دا خبره یقیني کوي چې په ښوونځي کې ټول ماشومان د مریضۍ خلاف ضروري واکسینونه ترلاسه کړي. یو ډاکټر یا نرسه به د ماشومانو د سترګو نظر، سماعت، ملا او وزن معلوم کړي.

طبي مشاورتونه او واکسینونه وړیا دي او د مکتب په ساعتونو کې ترسره کېږي (د 3، 6، 9، 11 او 14 کلنۍ کې). د موروپلار په صفت به تاسو ته ددې مشاورتونو په باره کې یو راپور یا پېغام درشي.

زده کړه او مطالعه

CLB/PMS همداراز هغو ماشومانو سره کومک کوي چې په زده کړه یا تحصیل کې مشکل لري. هغوی ماشومانو سره په تمرین کې کومک کوي او ځانګړي تعلیم ته یې مراجعه کوي که چیرې ماشوم نور کومک ته اړتیا لري او عادي مکتب نشي ویلی. ته د زده کړو د انتخاب په اړه هم CLB/PMS سره تماس نیولی شې.

رواني او ټولنیزه روغتیا

CLB/PMS هغو ماشومانو سره کومک کوي چې په ښوونځي یا کور کې خوشحال نه وي، یا هغه ماشومان چې مشکلات لري (د مخدره موادو استعمال، اضطراب، سوء استفاده، ازار، وغیره). روانشناسان ماشومانو سره خبرې کوي او د مکتب او موروپلار سره په شریکه د حل لارې لټوي.

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟

ستاسو د ماشوم مکتب د تماس لومړۍ نکته ده. مکتب په عموم کې تاسو یا ستاسو ماشوم سره کومک کولی شي. مکتب به ځینې وختونه د CLB/PMS د کومک غوښتنه هم وکړي.