بلجیم کې بایسکل چلول

که لیرې ځای ته درباندې تلل لازم نه وي نو په بایسکل ګرځېدل او تلل راتلل ارزان او اسانه حل دی.

چیرته بایسکل چلولی شې؟

  • تل باید د بایسکل په لاره بایسکل وچلوې. د بایسکل لاره ته د سرک په غاړه د جوړو شوو کرښو، د لارې د سور رنګ، او یا د بایسکل د نښې نه پېژندلی شې.
  • که د بایسکل لاره نه وي نو بیا تل د سرک ښي طرف ته بایسکل چلولی شې.
  • یوازې ماشومان په پیاده رو باندې د بایسکل چلولو اجازه لري.

په موتروی بایسکل چلول غیرقانوني دي. دا ستاسو د خوندیتوب لپاره دی!

خوندېتوب

کله چې بایسکل چلوئ نو باید لاندې خبرو ته توجو وکړئ:

  • کله چې تورتم کې بایسکل چلوې نو تل د بایسکل ګروپونه ولګوه.
  • هیلمټ په سر کړه او فلوریسنټ واسکټ واغونده.
  • کله چې تاوېږې نو تل د موټرو پام وکړه.
  • کله چې تاوېږې نو لازمه ده چې اول هغه طرف ته چې ته پکې تاوېدل غواړې څنګل وغزوې او اشاره وکړې.
  • که بایسکل چلوې نو هیڅ الکوحل مه څښه.
  • بایسکل باندې باید موبایل نه د زنګ وهلو یا پرې د پېغامونو استولو لپاره استفاده ونکړې.
  • ماشومان اجازه نلري چې د سامان په ټوکرۍ کې کېني، د هغوی لپاره یوه خاصه چوکۍ لازمه ده چې د بایسکل سره وصل شوې وي.

بایسکل چلول زده کړئ

آیا بایسکل چلول مو تازه زده کوئ؟ په ویډیوګانو کې د ګام په ګام پلان تعقیب کړئ او په خوندوره او خوندي طریقه بایسکل چلول زده کړئ.

1 د بايسکل چلول زده کول
2 د ترافيک مهارتونه

ترافیکي قوانین

آیا ته بایسکل چلولی شې او آیا په سړک بایسکل چلوې؟ نو بیا دا مهمه ده ترڅو په اړوند قوانینو پوه شئ. لاندې ویډیوګانې د بایسکل چلوونکو لپاره د ترافیکو قوانین تشریح کوي

3 د ترافيک اصول
4 په سړک کې ستا ځای
5 چيرته بايسکل چلولی شې او چيرته نه شې
6 د لومړيتوب اصول
7 تقاطع
8 پلیس افسر
9 سړک اوښتل
10 څلور لارې
11 د سړک تنګېدنه
12 ځانګړي سيمې او د ترافيک نښې
13 رېل ګاډی او بس
14 پارکینګ
15 ستا بايسکل قانوناً سم دی
16 له نورو سړک کاروونکو سره پام وکړه