آیا هر خارجي تبع بلجیم کې د پناهندګۍ درخواست ورکولی شي؟

بلې، هر خارجي تبع چې بلجیم ته راورسېږي د بلجیم مقاماتو ته نړیوال حفاظت لپاره درخواست (د پناهندګۍ درخواست) ورکولی شي.

په ډېرو خاصو استثنايي حالاتو کې CGVS/CGRA  کولی شي چې خارجي تبع د پناهندګۍ د پروسیجر نه وباسي. دا د بېلګې په توګه ښايي په هغه صورت کې وي چې یو خارجي تبع یو جنګي جرم یا د بشریت په ضد یو جرم ترسره کړی وي او یا د بلجیم د ټولنې لپاره تهدید وي.