واکسین د مرضونو نه حفاظت کوي

خپل ځان او خپل ماشومان د جدي مرضونو (ګوزڼ، کزاز، شېري) نه محفوظ کړئ او واکسین ترسره کړئ. د ټولو نه مهم واکسین په بلجیم کې وړیا دي. ماشومانو ته واکسین په مکتب کې یا په یو صحي مرکز کې کېږي.

واکسین څه کوي؟

واکسین په پیچکارۍ وهل کېږي او لږ مقدار باکتیریا یا ویروس پکې شامل وي. ددې مقدارونو نه نقصان ویستل شوی وي. نو د دغو نه انسان نور نه مریضېږي. ستا بدن دا باکتیریا او ویرسونه پېژني او د انټي باډی په نوم پروتین تولیدوي.

واکسین کېدل

که ته د یو داسې چا سره په تماس کې شې چې دغه ویروس یا مریضي لري، نو ستا بدن به دې سمدستي حفاظت کوي او نه به مریض کېږې.