د مشاورت په وخت کې څه کېږي؟
- داوطلب کسان ستاسو د ماشوم اندازه اخلي او وزن یې کوي.
 - یو ډاکټر یا نرسه ستاسو د ماشوم معاینه کوي.
 - د پیدایش نه وروسته لومړیو هفتو کې به نرسانې معاینه کوي چې ایا د ماشوم سماعت صحیح دی.
 - د 12 او 24 میاشتو په مینځ کې به یې ډاکټران او نرسانې معاینه کوي چې د ماشوم نظر صحیح دی.
 - ستاسو د ماشوم یا ماشومې به اړین واکسین ترسره شي.
 - تاسو ترې د غذا، تعلیم، امنیت او روغتیا په اړه پوښتنې کولی شئ.
 
  