مختلف مذهبونه

په بلجیم کې رقم رقم مذهبونه او مفکورې شته. تر ټولو غټ مذهب مسیحیت دی. ډېر داسې خلک هم شته چې مذهبي ندي.

مذهبونه

په بلجیم کې هر څوک ازاد دي چې په خپل دین عمل وکړي. په دې توګه ډېر مختلف مذهبونه شته.

لاندې مذهبي عبادتونه په رسمیت منل شوي دي:

  • رومن کاتولیک عبادت
  • ارتوډکس عبادت
  • انجلیکان عبادت
  • پروتستنت عبادت
  • اسلامي عبادت
  • یهودي عبادت

رخصتیانې

څنګه چې د بلجیم په تاریخ کې کاتولیکه کلیسا ډېره مهمه وه، نو مونږ اوس هم ډېرې کاتولیکي رخصتیانې لرو چې په هغوی کې عیدپاک (ایسټر) او کرسمس شامل دي. ددې رخصتیو په ورځو ډېر دوکانونه او مکتبونه بند وي. د رخصتۍ په ورځ ډېرو خلکو باندې کار کول هم لازم ندي.

نور مذهبونه هم بلجیم کې خپلې ورځې لمانځي، خو زیاتره دوکانونه خلاص وي او خلک باید کار وکړي او ماشومان مکتب ته ځي.