جیب خرچې

پناه غوښتونکي د ښه راغلاست  په  مرکز کې یو انداره پیسې هم ګټیلی شئ که چیرې له کارکونکو سره مرسته وکړئ.‎ ‎

بلجیم د نړیوال خوندیتوب غوښتونکو ته مالي مرستې نه ورکوي.‎ ‎

د بجلیم حکومت یوازي د  موادو مرستي ترسره کوي‎:‎ تاسو په مرکز کې یو ښه راغلاست یا په یو بل موقیعت کې ترلاسه کوئ. تاسو هیڅ پیسي نه ترلاسه کوئ، پرته دکوچني جیب خرچ څخه چې تاسو یې د خپلو اړتیاو له مخي کاروئ. د غه د جیب خرچ په اونۍ کې یوځل ورکول کیږي. یو بالغ شخص په اونۍ کې 8  ایرو  ترلاسه کوي.‎ ‎

د ښه راغلاست په ځانګړي مرکزونو کې، که تاسو چیرته د کار کونکو سره یو څه مرسته وکړئ ښای لږې ډېري پیسې ترلاسه کړئ. د مثال په ډول، د شاور او دهلیزونو، د جامو وینځلو، د خوړو چمتو کول او داسي نورو کارونو سره. د خپل ټولنیز کارکونکي‎ ‎ څخه وپوښتئ چې څنګه د دغه کوچنیو کارونو ته درخواست کولی شئ.‎ ‎