د رارسیدو مرکز
د رارسیدو مرکز؟[3دا مرکز د بروکسیل په 'پیټ شیټ' (Château' in Brussels) کې موقیعت لري. د لته تاسو د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کولی شئ.
په بلجیم کې د رارسیدو مرکز هغه ځای دي چې پناه غوښتونکې پکې د بلجیم لپاره نوم لیکنه کوي.
د رارسیدو مرکز؟[3دا مرکز د بروکسیل په 'پیټ شیټ' (Château' in Brussels) کې موقیعت لري. د لته تاسو د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کولی شئ.
د رارسیدو مرکز د فیډاسیل لخوا اداره کیږي، چې د بلجیم دولتي اداره ده. ستاسو د نړیوال خوندیتوب غوښتنلیک به په مرکز کې د حکومت مختلیفو ادارو لخوا ثبت کیږي: د معلوماتو دفتر.
په مرکز کې، تاسو د معلوماتو بروشر ترلاسه کوئ چې تاسو ته به د رارسیدو په مرکز کې معلومات تشریح کوي. دا بروشري په څو ژبو کې شتون لري.
کله چې تاسو د پناه غوښتنې درخواست ثبت کړ، د کډوالو د دفتر څخه به یو چارواکي له تاسو څخه پوښتنې وکړي ترڅو ستاسو شهرت ومومي (نوم، د زیږیدو نیټه، ملت، او داسي نور). دوی به له تاسو څخه ګوتې هم ولږوي. دا به دوی ته د دې اجازه ورکړي ترڅو معلومه کړې چې تاسو د مخه په اروپایي هیوادونو کې ثبت شوي یاست که نه. که تاسو اوسیدلی یاست، تاسو ښای اړتیا ولرئ چې دغه هیواد ته بیرته ستانه شئ ترڅو د نړیوال خوندیتوب لپاره په دې هیواد کې غوښتنه وکړئ.
تاسو به طبي ازموینه هم وکړي ترڅو ستاسو د صحت معلومات وشي. د تبرکلوز د ازموینې لپاره به له ستاسو څخه اکسري واخیستل شي.
د رارسیدو په مرکز کې د ښه راغلاست ځای
، فیډاسیل د دې لیدنه کوي چې تاسو د غوښتنلیک د ازموینې پرمهال د ښه راغلاست حقدار یاست که نه. که قضیه دا وي، فیډاسیل به تاسو ته د رارسیدو په مرکز کې د لومړي ښه راغلاست وړاندیز وکړي، تر هغه وخته چې په بلجیم کې بل د ښه راغلاست مرکز پیدا کړي، د شرایطو مطابق ځان عیار کړئ
څنګه د رارسیدو مرکز ته ځئ؟
د رارسیدو مرکز د بروکسیل په مرکز کې موقیعت لري.