د استوګنې ځای بدلول

ځینې وختونه پناهندګان د استوګنې ځای بدلولی شي یا یې پرې بدلول لازمي وي.

تاسو ته نړیوال حفاظتلپاره ستاسو د درخواست د معاینې پر مهال استوګنځی درکول کېږي.

په کومو صورتونو کې ته د استوګنې ځای بدلولی شئ؟

  • که ته (یا ستا د فامیل یو غړی) په صحي دلایلو سازګار ځای ته اړتیا لرې
  • که ستا ټولنیز کارمند فکر کوي چې ستا د استوګنې ځای ستا اړتیاوې نشي پوره کولی (د بېلګې په توګه که ته غواړې چې خپل فامیل سره واچول شې یا که ته یو ټریننګ ته تللی شې).

په کومو صورتونو کې په تا د استوګنې ځای بدلول لازمي دي؟

  • کله چې حفاظت لپاره ستا په درخواست یوه پرېکړه درکړی شي (ستا د درخواست د معاینې اختتام)
  • که ته د مرکز د مقرراتو احترام ونکړې

فیدازیل به تا لپاره ستا د لېږدول کېدو د سببونو، ستا د اړتیاو او د موجودو ځایونو له مخې تا لپاره یو نوی د استوګنې ځای انتخاب کړي. ددې معنی دا ده چې ته په خپله د خپل نوي ځای انتخاب نشې کولی