بلجیم 6 حکومتونه لري

بلجیم 1 فدرالي حکومت او 5 محلي حکومتونه لري. هر حکومت د خپلو قوتونو والا یو شمېر وزیران لري.

بلجیم یو فدرالي ریاست دی

د بلجیم په څېر یو کوچنی هیواد ولې 6 حکومتونه لري؟ بلجیم یو فدرالي ریاست دی، ددې معنی داده چې یو څو متحده ایالاتونه لري:

بلجیم 3 منطقې لري

  • فلیمش منطقه
  • والون منطقه
  • د برسلز-پایتخت منطقه

او 3 کمیونیټیانې

  • فلیمش کمیونیټي
  • فرانسوي کمیونیټي
  • الماني کمیونیټي

5 محلي حکومتونه او 1 فدرالي حکومت

هر متحد شوی ایالت خپل یو حکومت لري. د استثناء په توګه، د فلیمش کمیونیټۍ او فلیمش منطقې متحد شوي ریاستونه یو واحد فلیمش حکومت لري. په دې توګه، بلجیم کې 5 محلي حکومتونه دي او 1 فدرالي حکومت. فدرالي حکومت په ټوله کې د هیواد لپاره پرېکړې کوي.

حکومت د وزیرانو او دولتي معینانو څخه جوړ شوی وي، چې هر یو یې خپل قوت او واک لري: داخله چارې، خارجه چارې، عدلیه، صحت عامه، او داسې نور.