تماس

د استوګنې د ځایونو د نشتوالی له امله، فیدازیل ممکن تر یو څه وخته پورې د استوګنځې لپاره ستاسو د درخواست ارزونه ونه کړاۍ شي. زیان منونکو کسانو ښځې او ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

د اوس لپاره تاسو کولای شئ د استوګنځې لپاره د انتظار په لیست کې نوم لېکنه وکړئ. د استوګنې لپاره ستاسو د درخواست د ارزونې وروسته ، فیدازیل به تاسو سره د بریښنالیک له لارې تماس ونیسی کله چې ستاسو لپاره د استوګنې ځای شتون ولری.

آیا تاسو بلجیم کې د خپل وضعیت په اړه کومه پوښتنه لرئ؟ 
د Fedasil Info Point  کې تاسو کولی شئ  د حقوقې مسلو، ستاسو د پناه غوښتنې طرزالعمل، کار، تعلیم او روزنې، اداري طرزالعملونو، بیرته راستنیدو مرستې، طبي او رواني مرستې او مادي ملاتړ په اړه پوښتنې وکړئ.

تاسو هلته نشئ کولی د استوګنې ځای غوښتنه وکړئ، د دې لپاره تاسو باید د استوګنې لپاره د انتظار په لیست کې نوم لېکنه وکړئ.

Fedasil Info Point

د Fedasil Info Point (فیدازیل د معلوماتو دفتر) د دوشنبې نه تر جمعې پورې، د سهار د 9 بجو نه د ماسپښین تر 1 بجې پورې خلاص وي.

 

Rue Héger-Bordet 3, 1000 Brussels

 

ټیلیفون: 0800 32 746   (د ماسپښین له 1 بجې څخه تر 4 بجو)