یو د ژبې مرکز وګوره

فلاندرز کې د ژبې کلاس کې داخله اخیستل

  • له Agentschap Integratie & Inburgering یو د ملاقات وخت وټاکه. د یوې معلوماتي مرکې پر مهال به د عملې یو کارمند درسره په دې کې مرسته وکړي چې تا لپاره تر ټولو مناسب کورس کوم یو دی.
  • د عملې غړی به درنه په دې اړه پوښتنې وکړي چې ته په کومو ژبو بلد یې، کومې ډپلومې لرې، ولې دغه ژبه زده کول غواړې، او دا چې ایا زیات وخت لرې که زیات وخت نلرې... ځینې وختونه به درباندې یو امتحان ورکول لازمي شي چې د ژبې مهارتونه دې معلوم کړي.
  • د مرکې او امتحان نه وروسته به د ژبې مرکز تا لپاره یو کورس وړاندیز کړي.

بروکسل کې د ژبې کلاس لپاره داخله اخیستل

بروکسل کې د هالنډۍ ژبې زده کول د "Het Huis van het Nederlands" له لارې امکان لري.