د داوطلب په توګه کار

د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ د درخواست دهنده په صفت ته داوطلب کار کولی شې. دا نوو خلکو سره د لیدلو، د ژبې د زده کولو او نوو تجربو ترلاسه کولو یوه ښه طریقه ده.

داوطلب کار څشی دی؟

که ته نورو خلکو سره د شخصي ګټې نه غیر، په رضاکارانه توګه او د پیسو اخیستلو نه غیر کار کوې، نو دې ته داوطلب کار ویل کېږي. د داوطلب په صفت

  • ته هیڅ پیسې نه ګټې. ځینې وختونو کې به یو کوچنی د داوطلبۍ فیس درکول کېږي
  • ته د خپل فامیل او دوستانو د حلقې نه بهر کار کوې
  • د کار قرارداد نلرې. خو د داوطلب کار د قرارداد غوښتنه کولی شې.

د داوطلب کار بېلګې:

  • ماشومانو سره د هغوی د مکتب په کار کې کومک کول
  • یو ورزش کې ځوانانو ته ټریننګ ورکول
  • د زیات عمر والا خلکو یا معذوري او معلولي لرونکو سره مرسته کول
  • یو سازمان سره په یو کنسرټ یا فعالیت کې کومک کول.

ددې امکان شته چې کوم سازمان سره ته داوطلب کار کوې هغه ستا د بس، ټرام یا اورګاډي د ټکټ پیسې درکړي.

داوطلب کار کول

څوک د داوطلب په توګه کار کولی شي؟

  • ته باید لږ تر لږه 15 کلن یې.
  • د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ لپاره دې درخواست ورکړی دی
  • یا په مرکز کې د اوسېدو حق لرې (د هرکلي مرکز کې اوسېږې)

آیا تاسې مرستې ته اړیتا لرئ؟

خپل سوشل ورکر ته ووایه چې ته داوطلب کار کول غواړې.

ویډیو رضاکاري. د فرعي سرلیکونو ژبې بدلولو لپاره 'cc' باندې کلیک وکړئ